Banner

پکتيکا:د ناامنيو له امله ٤٦ ښوونځي تړل شوي

28.04.2009 12:03

د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د روانو ناامنيو له مله د نورستونزو ترڅنګ د پوهنې په وړاندې هم لويې ستونزې پرتې دي .

د دې ولايت د اوسېدونکو په وينا چې په پکتيکا ولايت کې يو شمر ښوونځي ودانۍ نه لري او يوشمېر نور يې د امنيتي ستونزو له امله بشپړتړل شوي دي.

په پکتيکا کې دامهال ٣٠٣ ښوونځي شتون لري چې د ٩ زره نجونو په ګډون يوسل پنځلس زره زدکونکي ورکې زدکړي کوي.
د برمل ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي صابر وايي ((زموږ په سمه کې يوښونځې شته خو ودانۍ نه لري اوزد کونکي په يخنۍ او ګرمي کې زدکړې کوي.))

په دغه ولايت کې نه يوازې ښونځيو ته د ودانيو نه لرل بلکې د مسلکي ښوونکو نشتون هم د پوهنې په برخه کې د زدکونکو په واړندې ستونزې راپنځولې.

د مرکز ښرنې د عالي بابا لېسې د لسم ټولګې زد کونکي نورالله وويل(( د مسلکي ښوونکو د نشتولي له امله د شپږم ټولګيو زدکونکي په ښونځېو کې زدکړې ورکوي.))


همدارنګه د پکتيکا ولايت په يوشمېر ولسواليو کې بيا د امنيتي ستونزو له امله ځينې ښوونځې تړل شوي چې له امله يې په زرګونو زدکونکي له زدکړو بې برخې پاته دي.

خوا دا چې د پوهنې په برخه کې دغه شته ستونزې چارواکي ترګومه ځايه مني او په اړه يې څه کړي د پکتيکا د پوهنې رييس سيد امين الله وويل په دي ولايت کې لومړنۍ ستونزه ناامني ده چې له امله يې په سرحدي ولسواليو،برمل،ډيله اوخوشامند کې شپږڅلوښت ښوونځي تړل شوي دي.

نوموړي وايي(( د دې ښوونځيو په تړلو سره څه کم اته زره زدکونکي له زدکړو بې برخې شوي دي.))

امين الله په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو د نه شتون ستوزه هم ومنله او ويې ويل چې په دغه ولايت کې درې زره ښوونکي دي چې يوازې ٢٠٢ يې رسمي او نورټول قراردايان دي.

همدارنګه سېد امين الله د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون په اړه وويل چې په دغه ولايت کې د٣٠٣ ښوونځيو له ډلې څخه ٨٩ يې ودانۍ لري او د ٢٧ ښونځيو د ودانيو جوړولو کار روان دى.

د اچې دولت د يادو ستونزو په اړه څه وکړي د ښرنې يوتن قومي مشر حاجې نادر وايې چې دولت بايد په مرکز ښرنه کې د زدکونکو له پاره ليلييه ښوونځي او ښوونکو له پاره يوه ښار ګوټې جوړ کړي ترڅو له نور ولايتونو ښونکې راشي او دغه ستونزه هواره شي.

د يادونې وړه ده چې د پوهنې په برخه کې زياتر هغه ولايتونو ستوزې لري چې هلته جګړه خو په دې ورستيو کې په ځيونو ناامنه ولايتونو کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زدکونکو پرمخ پراانستل شوي دي.


ساحل منګل:پکتيا